Monday 11 March 2013


د بلوچستان مسئله او د هغي درست حل

احسان الله

بلوچستان درقبي لحاظ سره د پاکستان د ټولو نه غټه صوبه ده چي رقبه يي 347190 مربع کلوميټره ده چي د پاکستان د ټولي رقبي څه 43 في صده جوړيږي.ديواندازي مطابق د صوبي آبادي تقريباًاته ميلينه ده.په دے کښي څلويښت فيصده پښتانه دي چي د علاقي په مغرب اوشمال کښي د افغانستان بارډر سره خواکښي پراته دي.براهوي بلوچيان چي شل فيصده دی دتربت جنوبي اړخ ته پراته دي چي پکښي دپينجګور، بيله،خوزداراو قلات څه علاقي هم پکښي رازي ددواړه قومونه ښه امن خوښونکي اوکاروباري دي.باقي پاتي مرکزي او په مشرقي سرحد پراته بلوچيان چي بارډري يي سنده او پنجاب صوبوسره لګي مهمي علاقي دي کوم کښي چي مري،بګټي،مينګل،رنداو دغه شان نور قبائل اوسيګي چي ډيري پکښي امن خوښي قبائل دي خومسئله څه بګټي،مري او مينګل قبائلو کښي ده کوم چي په علاقي خپل تسلط غواړي. دا قبائل په خپل ميځ کښي هم وران دي او د يو بل تسلط لاندي يا يوبل سره هم ژوند تيرول نه غواړي.   
   دجعرافي اوقدرتي وسائلولحاظ سره دا صوبه د پاکستان اهم ترين صوبه ده. دا صوبه پاکستان دوه ملکونو يعني ايران چي ورسره د صوبي832 کلوميټره سرحداودافغانستان 1120 کلوميټره سرحد لګيدلي دے.دغه باؤنډري په يواړخ دادے صوبي اهميت سيوا کوي او په بل اړخ صوبي کښي دمسئلوپيدا کولوغټه وجه ده ځکه چي بغاوت کونکي شرپيدا کړي اوبيا دغه ملکونو ته تختي او وخت په وخت د بيرون ملکونو په اشارو دغه کارونه کوي.  
دپاکستان جوړيدو نه وړاندي بلوچستان بيله صوبه نه وه بلکي د قلات، خاران، مکران اولس بيله په شان په وړو رياستونو باندي مشتمل يوه علاقه وه چي فيرنګي ايجنټان پري نګرانان وو. قلات په ټولو کښي غټ رياست وودهندوستان تقسيم نه دوه ورځي وړاندي ددغه رياستونوواک لرونکو په دے شرط په پاکستان کښې دشرکت اعلان وکړو چي درياستونو آزادحيثيت به برقرارساتلي شي بلوچ سردارنويي هم حمايت وکړو په مئي 1948 کښي ميراحمد يار چي د قلات حکمران ووپاکستان سره الحاق وکړو.په دغي تري خپل رور مير عبدالکريم خفه شواو د بغاوت اعلان يي وکړو هغه په دغه وخت کښي دقلات ګورنروواوډيرطاقتورکس ګنړلي کيدوخودپاکستان حکومت له ويري افغانستان ته وتښتيدواوهلته نه به يي حملي کولي.
په دغه علاقه کښي وخت په وخت لانجي رواني وي خودغي اصل زوردون يونټ جوړولو نه پس ونيو ځکه چي بلوچ سرداران د وړومبي ورځي نه د آزاد رياستونوپه حيڅ پاکستان کښي شموليت کړي وو خوون يونټ جوړولو يي دغه سوچ بدل کړواود حکومت خلاف يي بغاوت شروع کړوچي مشري يي بلوچ سردار نواب نوروز خان کوله. ايوب دورکښي هغه ګرفتار کړي شو اوحيدرآباد جيل کښي پري په فوجي عدالت کښي مقدمه وچلولي شوه اوهغه ته دخاندان نورپنځه کسانوسره پهانسي ورکړي شوه.څه وخت پس د نواب شير محمد بجراني،مينګل او بګټي قبائلودعلاقي په وسائلو کښي خپله يعني د سردارانوحصه غوښتلو باندي ګوريلاجنګ شروع کړوچي ډير لګ وخت کښي د علاقي ډير ځايونو کښي ښور شو. بغاوت ختمولو له پاره ايوب خان د خبرو اترو په ځائي فوج استعمال وکړو چي درست قدم نه وو دغي قدم بلوچيانو کښي د ملک سره مينه ختمول شروع کړل. يحي خان چي د ملک صدر شو نو د ولي خان په وينه يي ون يونټ ختم کړواو دغي رياستونو له يي د بلوچستان صوبي درجه ورکړه کوم چي دغه بغاوت وقتي طور ختم کړو.
د 1970 په اتخاباتوکښي بلوچستان د بيلي صوبي په حيث اليکشن کښي حصه واغسته چي پکښي د ولي خان نيشنل عوامي پارټي په ټوټل 20 سيټونو کښي3 وګټل او د مولانا مفتي محمود چي 3 سيټونه يي ګټلي وو سره په بلوچستان صوبه کښي حکومت جوړ کړوخو دبهټو له وجهي دغه اتحادي حکومت  ډيرزرختم شوکوم چي بلوچستان کښي يو ځل بيا بغاوت ته دعوت ورکړو دے ځل د بغاوت سربراهي نواب خير بخش مري کوله. دغه بغاوت زر ختم شو. د مشرف په وخت کښي د صوبي حالت ډيرخراب شو. نواب اکبر بګټي اوبالاچ مري وفاق ته 15نقاتي ايجنډامخي ته کيښوده چي پکښي دبلوچستان خودمختاري سره سره د صوبي په وسائلوکښي بلوچ سردارانو ته خپل حق ورکړي شي دغي کښي هغوي په بلوچستان کښي نورو فوجي چهاونړو جوړولوهم مخالفت وکړو.په دغي حکومت هډو سوچ ونه کړوپه جواب کښي نواب اکبر بګټي په صوبه کښي په فوج حملي او ګيس لائنونه الوزول شروع کړل اود ګوريله جنګ شروع يي وکړه ديورپورټ مطابق "د اکبربګټې کسانو په يو ورځ څلور نيم سوه راکټونه دسوئي په هغه ځائي فائر کړل کوم ځائي نه چي ګيس راوباسلي شي". نواب اکبر بګټي نه يواځي د ايف سي بلکي ليويز، صوبائي حکومت او د ټولو نه اهم د پاکستان خلاف کار کوو.ددغي مخ نيوي له پاره صوبائي حکومت په ايف سي او ليوي کښي بهرتي شروع کړه چي نه يواځي د بګټي مخه ونيولي شي بلکي د بلوچستان ځوانانو ته نوکري هم ورکړي د حکومت له ويري.نواب اکبر بګټي د خپلو ملګرو سره غرونو ته وتښتيدواوهلته نه به يي حملي کولي کوم چي حکومت د هغه خلاف قدم پورته کولو باندي مجبوره کړو او په 2006 کښي په يو غار کښي سره د څلور فوجي افسرانوووژل شو.
د نواب اکبر بګټي مرګ د بلوچستان بيلولوخبري ته وده ورکړه او بغاوت کونکو بلوچيانودغه خپله پاليسي وګرزوله او په دغي يي کار شروع کړو.په دغه دوران کښي د بلوچ نيشنل موومنټ مشر غلام محمد بلوچ ووژلي شواوددغي ذمه وارپاکستاني ايجنسي وګرزولي شوي .د غلام محمد مرګ حالات نور هم خراب کړل اوآزادي غوښتونکي تنظيمونو اوس خپلي کاروائي په آآزادي سره کول شروع کړي. په  دے لړکښي په12 اګست 2009 خان آف قلات مير سليمان داؤځان دبلوچستان حکمران وګرځواو په نوي بلوچستان کښي يي د ايران بلوچ حصي شاملولو مطالبه هم وکړه. دهغه مطابق دغي له پاره هغه ته دډيرملکونه خاص کر يورپي ملکونونه سپورټ ميلاويګي.برهمداغ بګټي چي په افغانستان کښي ناست دےاودهغه دوينامطابق هغه ته د هندوستان نه علاوه دامريکي سي آئی اےاړخ نه هم سپورټ ميلاويګي.      
لکه څنګه چي بره ذکر وکړي شو چي دا ټول کارونه ډير وخت راسي په بلوچستان کښي راروان دي خو حکومت بيا هم ځان کونړ کړي دے په سوونو خلق بےقصوره مري اوتپوس يي چا نه کوو خوکله چي دا خبره د امريکي کانګرس کميټي دانساني حقوقو په بنياد راوچته کړه نو د پاکستان حکومت او سياستدانان چي د خپل جنګ ځان نه وزګار نه ووراويخ شواووائي چي دے کښي دا امريکي څه کار دے زمونږ مسئله ده مونږ به يي حل کوو.نو کله به يي حل کوي چي خدائے مکه دغه صوبه بيله شي بيا.او پاتي شوه د امريکي خبره نو هغوي سره خو خبره کول ضروري دي چي زمونږ کار کښي کار نه لري هغوي دا جوازوړاندي کوي چي دا مسئله مونږ دانساني حقوق خلاف ورزي کولو په وجه کړي کوم چي يو درست جواز نه دے ځکه چي د انساني حقوقو خلاف ورزي خو د بلوچستان نه زيات ددنيا په نورو ډيرو ځايونو لکه فلسطين،کشميراونور ډيرو ځايونو کښي هم کيږي نو دوي ته هغه نه ښکاري اويواځي بلوچستان ورته ښکاري.
اصل خبره وس دا پيدا کيږي چي بلوچستان کښي د نړي نور ملکونه ولي دلچسپي اخلي ؟هغوي د باغي بلوچوامدادولي کوي؟ددے شاته يو بيل تاريخ او مطلبونه دي .دبلوچستان جرړي په ايران او افغانستان کښي هم شته. امريکي د وړومبي ورځي نه پاکستان په خپل لاس کښي اغستي دي اوددغي په ذريعه يي افغانستان ته ځان دننه کړواو تر وسه پوري په افغانستان کښي دي خوکاميابيدل يي ګران  ښکاري. وس يي سترګي ايران ته راواړولي  چي ايران کښي به ځان ځائي کړي خو ايران ورله د ګوتي ځائي هم نه ورکوي نودغي مقصد له پاره يي داکوشش شروع کړو چي د پاکستان بلوچستان باغي قبائل په اوګه به ټوپک کيګدي او ايران ته به ځان دننه کړي.په دے شان به امريکه په يو تير دوه ښکاره وکړي يوبه ايران ته ځان دننه کړي او بل به د بلوچستان صوبه د پاکستان نه بيله کړي کوم چي ددوي د زړۀ غټ ارمان دے.
ددغي مقاصد پوره کولو له پاره يي دا خبره راپورته کړي چي بلوچستان کښي د انساني حقوقوخلاف ورزي کيږي اودغي له پاره څه کول پکار دي او د بلوچيانو په خله کښي يي آزاد بلوچستان اچولي دے  چي ورسره دايران بلوچ علاقي شاملولوخبره هم کوي. حالانکي دغه بلوچيانوته هم پته ده چي امريکه او نور يورپي ملکونه د خدائي له پاره ددوي امدادنه کوي اوکه دوي امداد کول غوښتل نووسه پوري يي ولي نه کوو.هغوي ته د پاکستان اوايران يو بل ته جوښتيدل هم ښه نه ښکاري ځکه يي پاکستان ته د بلوچيانومسئله راوچته کړيده چي دوي ايران ته نزدي نه شي اودغي مقصد حاصلولو له پاره يي د خزاني خله باغيانه سوچ لرونکي بلوچيانو ته کولو کړي ده د دغي په بدله کښي دغه بلوچيان په صوبه کښي انتشار خورولو له پاره معصومه خلق وجني .
داخودبيروني ملکونو په بلوچستان کښي حال وو.وس راځوپه صوبه کښي دننه دوفاقي حکومت کارکردګي ته چي دصوبي دےحالت ته راوستو کښي دهغوي څومره لاس دے اوهغه کوم عوامل دي چي حالات يي دے ځائي ته راورسول؟. لکه څنګه چي بره ذکر وشو چي بلوچستان د پاکستان ټولو نه غټۀ صوبه ده اودقدرتي وسائل نه هم ډکه ده اود پاکستان حکومت تري هم ښه فائده وچته وي خود پارليماني نظام حکومت اصولو مطابق هغوي له د دغه وسائلو په بدله کښي  دومره نه ورکوي کوم چي د صوبي حق دے او کوم چي ورکوي هغه هم د نيشت برابر دے څو وخت وړاندي په بلوچستان کښي د سرو غرونه راښتلي وو وفاقي حکومت د بلوچ قوم د تپوس نه غير د دغي ټيکه بيروني کمني له په ډير ارزان قيمت ورکړي وي کوم چي د بلوچ عوام سره ډير زياتي دے نو ځکه خود صوبي خلق د وفاقي حکومت نه متنفره دي که وفاقي حکومت بلوچستان ځان سره ساتل غواړي نو صوبي له به وس داوسائلونه زياته حصه ورکوي چي ددوي سره د تيرو شپيتوکالو شوي زياتي ازاله وشي.دے نه علاوه وفاقي حکومت دے په.صوبه کښي دا تعليم شرح زياتولو له پاره کار وکړي اونوي کول له دے نه يواځي په دغه صوبه کښي بلکي وفاق او نورو صوبو کښي هم خپله کوټه ورکړي چي د هغوي مرورتيا ختمه شي. دے سره سره حکومت له پکار دي چي عوام سره خپله رابطه جوړه کړي او ځان داهغوي مسئلونه باخبره ساتي کوم چي دوي ته مخي ته دي هسي نه چي ددوي دغه مسئلي نورخلق خپل مطلب له پاره استعمال کړي لکه څنګه چي وس استعماليږي.که دا کارحکومت وړاندي کړي وي نونن به داصوبي داحال نه وو.
دپاکستان حکومت له پکاردي چي دبلوچيانوپه مسئلو کښي دے د زړه دخلاصه دلچسپي او دهغوي هغه مسئلي دے په وړومبي فرصت کښي حل کړي کومي چي حل کول ضروري دي. ځکه چي دنني اختلافات بيروني قوتونه استعمالوي او په دغه لړ کښي خپل مطلبونه وباسي دے حکومت له پکاردي چي دغه اختلافات زر تر زره ختم کړي اوبلوچيان رونړه دے بيا خپل کړي هسي نه چي دوي په دے کار کښي سستي کوي اواوبه دسرنه واوړي اوبيا لاس مروړي اوڅه کولي نه شي.که داسي وشو نو بيا پاکستان ته موقع ميلاويدل ګران دي چي هغوي دغه صوبه خپله کړي .دا فوج اواپريشن په ځائي دےدامسئله په اتفاق سره په ناسته حل کړي.
دپاکستان سياستدانواوخاص کرد بلوچستان سياسدانان دےددےمسئلي کښي ذاتي دلچسپي واخلي چي دمسئله په آرام سره حل کړي.حکومت به دا مسئله حل کولو کښي ډيراحتياط نه کاراخلي.دے له پاره دے يوه جرګه جوړه کړې شي چي پکښي د بلوچستان نمائندګي ډيره وي سياستدانانواو قبائلي مشرانو سره سره داسي خلق دے هم پکښي راوبلي کوم ته چي بلوچ قوم د عزت په سترګه ګوري.دے نه علاوه په دے جرګه کښي دنورو صوبوسره سره دا وفاق نمائندګي هم ضروري ده.دجرګي غړي که د هر ځائي نه وي اعتباري پکاردي چي.داجرګي خبري اتري بهر ته نه وباسي ځکه چي دے مسئله کښي ډير ملکونه ګوتي وخي اوهغوي به د نه غواړي چي دامسئله دے تر هغي حل شي ترکومي چي د هغوي مطلب نه وي پوره شوي.بل داچي دوي کوم سردارانو سره دا خبري کوي چي وړومبي دوي هغوي اعتماد کښي اغستي وي او قسمي کړي يي وي چي دغه خبرو اترو نه درنه څوک خبر نه شي. دے جرګه کښي به د مهم رول د بلوچ عوام وي او هم دلته به هغوي خپله نماندګي ثابتوي. په جرګه کښي به بلوچ سرداران اومشران ډيرډيمانډونه کوي خوحکومت به ورسره ډير مني اوصرف هغه به نه مني کوم چي ملکي بقا ته نقصان رسوي.سياستدانان که په حکومت کښي دي اوکه په اپوزيشن کښي ،که ددے صوبي دي اوکه د نورو صوبو دي خپلي فائدي اونقصان دے يواړخ ته کيږدي اودبلوچ عوام فائدي خبره دے وکړي چي يوځل بيا بلوچستان خپل کړي اودوي سره تير شوي ذياتو ازاله وشي. 

0 comments:

Post a Comment

 

My Official Add Copyright © 2011 - |- Template created by O Pregador - |- Powered by Blogger Templates