Monday 4 March 2013

0 فاټا؟



احسان الله
يو داسي علاقه چي د پاکستان حکومت يي خپل جا ګير ګنړي خوهغه نماندګي نه ورکوي کوم چي د دے علاقي حق دے په ځائي د دے چي دپاکستان حکومت دا خپله کړي ور سره د ميرنے مور سلوک کوي.لکه څنګه چي د پاکستان ځنے ليډران دا خپلول نه غواړي دغه شان ددي علاقے د ملکانانو او عوام تر مينځه هم يو تضاد موجود دے دَ دواړو طرفو مفادات دَ يوقسم دَترقي په غوښتو کښي تفاوتونه لري.
که دفا ټا په تا ريخ نظر واچولي شي نو دا به معلومه شي چي ددے علاقي مثال د هغي يتيم دے چي د هغه ماشوم توب ډيرپه عذاب کښي تير شوي وي او وس يي بدو ته پام شوي وي او دغه خوا او شاه خلق تري تنګ وي خو څه وائيلي نه شئ او غواړي چي د هغه سره مصلحت وکړي خو وخت پرې تير وي.دوي غواړي چي د په څه رضا کړي خوهغه نه مني.دفا ټا مثال بلکل هم د دغه يتيم دے ځکه چي ټول عمر ورسره د يتيم سلوک شوي دي چا ورته توجه نه دا ورکړي او هر حکمران د خپل مقاصدو له پاره استعمال کړي ده اوهيڅ قسمه سهوليات يي ورله نه دي ورکړي ځکه خو هغوي د مجبوري نه هغه کارونه شروع کړل کوم چي دوي له نه وو پکار خومجبوري انسان ډيرهغه کارونوکولوباندي مجبوره کړي کوم چي هغه کول نه غواړي.د فا ټا د خلقو دغه مجبوري وه چي هغوي ته په خپل کور کلي کښي هغه سهوليات نه وو کوم چي د پاکستان حکومت ذمه واري وه چي دوي له په خپل کورکلي کښي ورله د مزدوري څه اسباب جوړ کړي خپل بنيادي حقوق ورکړي خوحکومت دغه اهمي سيمي ته هيڅ توجه نه د ورکړي او داسي يي هيره کړي چي هډو نوم يي نه اخلي.او دادوي قصداداسي کوي ځکه چي د حکومت په خيال دغي علاقي ته دوي دغه سهوليات ورکړل نو بياکيدي شي چي د دے علاقي خلق او دغه علاقه په دوي کار وو نه لري.
دغه ټولي زړي خبري دي کومي چي مو نږد راروان 60 کالو راسي کوو او واورو خو مني يي څوک نه او نه پري څوک عمل کوي.که څه کوي هغه به دغه قبائل په خپله کوي حالانکه د خوااو شا سيمو خلق د دوي په حق کښي ټول عمر لګيا وو خو چا يي هم نه اوريدل.د افغانستان مسئلي ددي علاقي اهميت ډير زيات سيوا کړو.دغي د پاکستان مشران دے خبري ته مجبوره کړل چي د قبائلي علاقه باره کښي مکمل سوچ پکار دے ګني دا به ددےدلته حالات نور هم خراب کړي.
د تيرو څو ورځو راسي په پاکستان کښي د نوي صوبي جو ړولو خبري کيږي.بعض سياستدانان پکښي داهزاري صوبي جوړولو خبري کوي بعض پکښي دا سرائيکي صوبي خبري کوي او بعض پکښي په سنده کښي د يو نوي صوبي جو ړولوخبري کوي کومي چي عجيبه دي ځکه چي دا هغه مسئلي دي کومي چي چيړل نه دي پکار خو داخبري هغه سياسي پارټي کوي دکوموچي په دغه  صوبي جوړولو کښي د خپل مقاصد نه علاوه هيڅ نشته هغوي داخبري صرف دے له پاره کوي چي په متعلقه صوبي کښي خپل ووټ بينک جوړ کړي او بس.د هغوي د سره څه مطلب نشته چي دغه نوي صوبه چي دوي جوړول غواړي دابه څنګه چلوي آيا د پکستان حکومت دومره وسائل لري چي دغه نوي صوبي سپورټ کړي.دغه سياسي پارټي دے خبري ته سوچ ولي نه کوي چي په صوبو کښي صوبي جوړول به پاکستان سالميت ته څومره نقصان رسوي.دغه سياسي پارټو له پکار دي چي په دے خبره سوچ وکړي چي نوي صوبي جوړول خو آسان دي خو چلول يي ګران دي دا وسائل غواړي.په ځائي د دے چي دوي په صوبو کښي صوبي جوړي کړي دوي د هغه ځايونو خبري وکړي کوم ځائي کښي چي صوبي جوړول ضروري دي لکه فاټا.خو سوال دا دي چي دوي د فاټا صوبي جوړولو يا دا په پښتونخوا کښي ضم کولوخبره ولي وکړي؟ ځکه دغه ځائي کښي د دوي له پاره څه خاص اهميت نه لري او که دا دوي له اهميت نه لري نو که بل چادجوند او مرګ سوال هم وي دوي پکښي هيڅ دلچسپي نه لرې.که څه اهميت لرې نو بل چا له پاره به لري.
د پاکستان دے جمهوري حکومت دومره توره وکړه چي ددغي علاقه غير نه يي د غير د ليبل کوز کړو ځکه چي دے کښي د فريرنګي دور تور قانون   FCR  کښي يي ضروري تراميم وکړل کوم چي ډير نه ووخو دحکومت دغه سيمه خپلولو يوآغاز وکړو. دغي نه پس يي دے علاقي کښي پوليټيکل پارټيز ايکټ عملي کړواو سياسي پارټوته يي دے علاقي ته د دننه کيدو لار جوړه کړه.ډيري مذهبي پارټي وړاندي نه په څه نه څه طريقه دننه شوي دي او په دغه سيمه کښي يي خپل ځائي جوړ کړي د دغي غټه وجه دغه علاقي خلقو مذهب سره ډير جوښتوالي دے.دغه مذهبي پارټو به په څه نه څه طريقه خپلي هلي ځلي کولي خو نورو پارټو ته يي ځائي نه ورکو خو دے ايکټ دغه مسله هم حل کړه او سياسي پارټي خپلي هلي ځلي وس په آسانه دغه سيمه کښي شروع کولي شي.
که د پاکستان سياسي پارټو فا ټا باره کښي سوچ وکړي نو ډيره به ښه وي ځکه چي وس دا مسله حل کول ضروري دي ځکه فاټا وس نه يواځي د پاکستان بلکي دا د ټولي نړي مسئله ده او دا علاقه وس هغوي له پاره د پاکستان نه ډير اهميت لري ځکه چي هغوي دا علاقه خپل مذموم مقاصد له پاره ډيره زياته استعمال کړه خو وس د دے علاقي نه ويره محسوسه وي هغوي هم ددے علاقي مکمل حل غواړي.
په دي وخت کښي د فاټا باره کښي ډيري خبري اتري رواني دي څوک وائي فاټا دے يوه بيله صوبه جوړه کړي شي څوک وائي فاټا دے په پښتونخوا کښي ضم کړي شي. په دے ځقله سرف د عوامي نيشنل پارټي موقف راغلے دے کوم چي نه يواځي ددغي علاقي عوام فائده کښي دے بلکي جمهوريت ته هم نزدے دے هغه وائي چي د دغه ځائے د خلقو خوښه ده هغوي چي هره فيصله وکړه هغه به مونږ ته منظوره ويي. پارټي د دے مسئلي درست حل له پاره يوه جرګه د لطيف آفريدي ايډوکيټ په مشري کښي جوړه کړي چي دفاټا مسئلي درست حل راوباسي د جرګي مشر دا خبره سر ګنده کړي چي دوي به په وړومبي فرصت کښي د دغه علاقي د خلقو يوه جرګه رابلي چي د هغوي موقف معلوم کړي او بيا به دغه موقف وړاندي بوزي. دغي نه پس به د ټولو سياسي پارټو يوه لويه جرګه راغواړي چي هغوي ته د علاقي د خلقو موقف وړاندي کړي.
فاټا باره کښي د عوامي نيشنل پارټي موقف دا دي چي  فاټا له بيل تشخص ورکولو او يا په پښتونخوا کښي ضم کولو نه وړاندي دےد دغه خلقو رائے وړومبي معلومه کړي شي چي هغوي څه وائي آيا هغوي په دے صوبه کښي ضم کيدل غواړي که ځان له يو بيل تشخص غواړي.د پارټي ليډر شپ دا راتلونکي اليکشن په لړ کښې يو نوي تجويز هم وړاندي کړي چي تر کومه دغه دري اپشنو باندي غور کيږي تر هغي دے فاټا ته د پښتونخوا اسمبلي کښ حصه ورکړي شي چي ددغه محکومي علاقي عوام ته هم د خپل ځان قدر معلوم شي او د پاکستان حکومت دي دا يو ټيسټ په توګه خپله کړي چي ددي نتيجه څه راوځي.د عوامي نيشنل پارټي دا يو ډير ښه او مثبت او سو چ دے. د پارټي مشران به په دے خبره صدر او وزير اعظم سره خبري اتري کوي خو سوال دا پيدا کيږي چي آيا نوري پارټي د مذهبي نه علاوه به د خبره سپورټ کړي که نه؟ ځکه چي هم هغه زړه خبره چي هغوي به ولي دا خبره سپورټ کوي د هغوي دلته څه خاص مفادات نشته او که شته نو هغه ډير کم دي خو هغوي دا خبره ولي هيروي چي ددے علاقي سياسي مفادات او اهميت څکو هم د نظر نه نشي غورځولي.
وس رازو دے خبري ته چي آيا دپاکستان حکومت به دومره غټ قدم اغستو جوګه دے چي فاټا ته د يوي بيلي صوبي شناخت ورکړي.زما په خيال به د مشکله وي ځکه چي د پاکستان 65 کاله تاريخ باندي نظر واچولي شي نو دا به معلومه شي چي جمهوري حکومت خپل وخت هيڅ کله نه دے مکمل کړي او نه چا دغه وخت مکمل کولو ته پريښودي چي ملکي مسئلي حل کړي.دا وړمبي جمهوري حکومت به وي کوم چي خپل جمهوري وخت پوره کړي نو ځکه يي دومره مسئلي حل کړي او وس يي مخه فاټآ ته شوي خو يو ورسره وخت نشته او بل اپوزيشن پارټي يي نورو مسئلو کښي اغږي نو ځکه يي دَ فاټا مسئلي نه ماتيګي خو بيا هم خپل کو شش کوي چي دا مسئله په صيح توګه د عوامو سوچ مطابق حل کړي.
دا خو د حکومت خبره شوه وس رازودفاټا عوام ته که هغوي ته دفاټا مستقبل فيصله کولو اختيار ورکړي شي نو هغوي به هيڅ کله هم په دے خبره متفق نه شي چي فاټا دے يوه بيله صوبه جوړه کړي شي ځکه چي اووه واړه ايجنسي به دا غواړي چي د صوبي دارالخلافه دے دغه ايجنسي کښي وټاکلي شي نو په دي به د هغوي لانجه رازي اوکه فرض که هغوي په يو اجنسي کښي په دارلخلافه رضا هم شو نو هغوي ته به دغه ايجنسي ته تګ ډير ګران وي چرته چي دارالخلافه جوړه کړي شي ځکه چي که په نقشه کښي ايجنسو ته وکتي شي نو دا به معلومه شي چي ټولي ايجنسي يو بل پسي پرتي دي داسي ايجنسي پکښي نشته چي هغي ته نوري ايجنسو نه راتګ آسان وي فرض که دغه دارلخلافه په خيبر ايجنسي کښي وټاکلي شي نو اورکزئي،کرم اومومند ايجنسو نه خو دے ته تګ آسان دے خو باجوړ، جنوبي او شمالي ته دغي ته تګ ډير ګران دے دغي له پاره به هغه دوه ايجنسي کراس کوي او بيا به چرته خيبر ايجنسي ته رسي کومه چي ګرانه نه بلکي ناممکنه ده.
دريمه د چي که فاټا له دبيلي صوبي شناخت ورکړي شي نو آيا فاټا کښي دومره وسائل شته چي هغه به خپل ځان سپورټ کړي يا با وفاق ته څه ورکړي چي د غي په بدله کښي هغه دوي له څه ورکړي ځکه چي د پارليماني نظام حکومت طريقه کار هم دغه دے چي صوبي به خپل وسائل د ضرورت نه زيات وفاق ته ورکوي او وفاق به د دغي په بدله کښي دغه صوبي له هغه څيز ورکوي کوم چي دغه صوبي کښي کمي وي او زما په خيال فا ټا سره دومره وسائل نشته چي وړومبي پري خپل ضروريات پوره کړي او بيا زياتي وفاق ته ورکړي.
لنډه دا چي د دے مسئلي حل هم دغه کيدے شي چي فاټا دے مکمله د پښتونخوا حصه جوړه کړي شي ځکه چي  پښتونخوا دو مره وسائل لري چي ځان سره سراه فاټا هم وساتي . وس هم فاټا مکمل که نه وي نو ډير حده پوري په دے صوبي بوج ده.مثال په توګه فاټا ځوانان دلته تعليم حاصلوي او کاروبار هم دلته کوي کوم چي د دے صوبي نوي کول ته ډيره ګرانه کړي ده او هغوي پوزيشن اغستو سره هم هغه شعبو ته نشي تلي کوم چي د هغوي د ژوند مقصد وي ځکه چي د فاټا ځوانان په دغه پوسټونو په ميرټ وشي او که پاتي شي نو بيا د فاټا په کوټه وشي کومه چي ډيره تشويشناکه خبره ده. دتعليم نه علاوه هم ډير څيزونه داسي دي چي هغي کښي د فاټا خلقو د صوبي ته ډيره مسئله جوړه کړي.
 حکومت او سياسي پارټو له پکار دي چي خپل مفادات دے يو اړخ ته کيږدي او په صوبو کښي صوبي جوړولو په ځائي دادے  مسئلي درست حل راوباسي چي د دغه سيمي خلقو د پيړو راسي راروانه محرومي ازاله وشي.حکومت دے دغه علاقي نه تعليم يافته کسان را مخکښي کړي چي بے لالچه کارونه وکړي او خپل مستقبل باره کښي درستي فيصلي وکړي او دا علاقه مخ په وړاندي بوځي.

0 comments:

Post a Comment

 

My Official Add Copyright © 2011 - |- Template created by O Pregador - |- Powered by Blogger Templates